د هلمند ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت د ۱۴۰۲ کال لنډ کاري راپور

Спорт

هلمند ولایت د افغانستان له جنوبي ولایتونو څخه دی او خلک یې له ورزش سره خورا مینه لري او ډېر وخت یې د ورزش په ډګر کې ورزشکارانو د یاد ولایت ښه استازولي کړې ده
د هلمند ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ټولټال ۲۲۲ لویې او وړې سپورټي برنامې ترسره کړې، چې ۹۶ یې په مرکز او ۱۲۶ یې په ولسوالیو کې ترسره شوې دي.
په اوس وخت کې په دغه ولایت کې ټولټال ۲۴ فدراسیونونه فعالیت لري او سږ کال پکې یادې سیالۍ یوازې ۱۷ فدراسیونونو ترسره کړې دي، باید وویل شي، چې نوموړي ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د مختلفو برخو ۳۸ ورزشي کلبونه فعال دي او ورزشکاران پکې تمرینات ترسره کوي.
د بیا رغونې په برخه کې د دغه ولایت په مرکز او همدارنګه ګرشک ولسوالۍ کې د فوټبال لوبغالي رغېدلي، چې ټولټال پرې ۸۵۲۹۴۴ اته لکه دوه پنځوس زره نهه سوه څلور څلوېښت افغانۍ لګښت شوی دی او د ورزشکارانو په لاس کې ورکړل شوي دي.
د دې ټولو ترڅنګ د یاد ولایت ورزشکارانو په ولایتي سیالیو کې هم ګډون کړی او حسیب الله ووشو کار یې لومړی مقام ګټلی دی، د دې ترڅنګ په دغه ولایت کې د ورزش د لا ښې ودې او پرمختګ په موخه په مختلفو برخو کې د یاد ولایت د ورزشي مسوولینو له لوري ۹ سیمنارونه وړاندې شوي دي.

Пікірлер: 1

  • @user-nr7co7kq1k
    @user-nr7co7kq1kАй бұрын

    ❤🎉❤🎉زندابادامارت اسلامی افغانستان❤😢❤😢❤😢🤲🤲🤲🤲🏳🤲🏳🏳🤲😢😢😢😭😢😭😢😭😢😭😢❤😢❤🤲🤲😭😢😭🇵🇸😢🇵🇸🇵🇸😢😭😢❤😢❤💪🤲💪🤲🏳🏳🏳😭🏳😭🏳😢🏳😢🏳🏳💪🏳💪🏳💪🏳🏳🏳🏳🏳🏳🏳🏳😭🏳😭🏳😭🏳😭🏳😭🏳😭🏳😭🏳😭🏳🏳😢🤲😢🤲😢❤🏳🏳❤🏳❤🏳😢🏳😢🏳😭🏳😭🤲😭🤲😭🤲😭🤲😭🤲😭🤲😭🤲😭🤲😭🤲😢🏳🏳😢🏳😢🏳❤🏳❤🏳❤🏳❤🏳❤🏳❤❤❤🏳🏳❤🏳❤🤲❤🤲❤🏳❤🏳❤🤲❤🤲❤❤🤲🤲😢🏳😢🏳😢🏳😢🏳😢🏳😢🤲

Келесі