په کاناډاکې داستاد الفت آهنګ دجنازې مراسم/Funeral ceremony of Classical Singer Ulfat Ahang in Canada

د افغانستان د کلاسیکې موسیقۍ، نامتو سندرغاړی او کمپوز جوړونکی استاد الفت آهنګ د جنازې مراسم پرون د مارچ په ۱۹مه د کاناډا په ټورنټو ښار کې تر سره شول په سلګونو ټورنټو مېشتو افغانانو په کې ګډوڼ درلود.
استاد الفت اهنګ چې اصلي نوم یې داد محمد و، د ور پیښې ناروغۍ له امله د خپل وطن له غېږې لرې د کاناډا د ټورنټو په یوه روغتون کې د ۷۰ کالونو په عمر د یکشنبې په ورځ (مارچ ۱۷) ساه ورکړې وه.
ګډونوالو د استاد الفت اهنګ مړینه د افغانستان د موسیقۍ په ډګر کې لویه تشه وبلله او خپله ژوره خواشیني یې څرګنده کړه.
نوموړی د افغانستان د کلاسیکې موسیقې په ډګر کې د طلایې غږ لرونکی هنرمند یادېده.
د افغانستان د موسیقۍ دې استاد په کلاسیکې موسیقۍ، سندرو ویلو او کمپوز په برخې کې ځانګړې وړتیا درلوده چې سلګونه سندرې یې ویلي او جوړې کړي دي.
د افغانستان د مخکني حکومت جمهور رئیس محمد اشرف غني، استاد الفت آهنګ ته په ۲۰۱۹ کال کې د افغان موسیقۍ لپاره د کړو خدمتونو له کبله د میر مسجدي خان مډال هم ورکړی و.
استاد الفت آهنګ په ۱۹۵۴ کال کې په افغانستان کې زیږیدلی و خو په هیواد کې د ناخوالو له کبله یې ډیر عمر په هند او کاناډا کې په کډوالۍ کې تیر کړ.
وصال ټلوېزیون د نوموړي د جنازي مراسمو ته پوښښ ورکړی او تاسو د ارواښاد د جنازي مراسمو لیدلو ته را بولي.

Пікірлер: 6

  • @user-jr1bs5dw4s
    @user-jr1bs5dw4s3 ай бұрын

    خدای[ج]دي جنت الفردوس نصیب کړي

  • @lailakarokhil4294
    @lailakarokhil42943 ай бұрын

    الله جل جلاله دي وبښي

  • @mohibmarufkhel7793
    @mohibmarufkhel77933 ай бұрын

    الله دی وبخی

  • @Fur_real_bear_buddy
    @Fur_real_bear_buddy3 ай бұрын

    Allah babakhshad

  • @Tay_Tay789
    @Tay_Tay7893 ай бұрын

    مغفرت نصیب اش شود

Келесі