Pakistan, Afghanistan & Uzbekistan project پاکستان، افغانستان او اوزبیکستان پروژه
د پاکستان د اورګاډي پروژه: یوه څیړنیزه لیکنه
۱. پېژندنه
پاکستان غواړي د اورګاډي له لارې د کراچي سمندریز پورټ څخه د افغانستان له لارې مرکزي آسیا سره وصل شي. دا پروژه د هند د چابهار پروژې په وړاندې یو بل بدیل دی. په دې څیړنیزه لیکنه کې به د دې پروژې مختلف اړخونه وڅیړل شي او د هغې اغیزې به وڅیړل شي.
۲. تاریخي شالید
د مرکزي آسیا او خلیج هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې لارې جوړولو لپاره هڅې نوي نه دي. دا ۴۰ کلنه جګړه هم په همدې خاطر ده چې مرکزي آسیا د خلیج هېوادونو سره مستقیمه رابطه ونلري. د شوروي اتحاد د ړنګیدو وروسته مرکزي آسیا د یوې نوې اقتصادي لارې په لټه کې ده، چې پاکستان یې یوه مهمه برخه ګڼل کیږي.
۳. د پروژې توضیحات
هدف: د پاکستان کراچي بندر د افغانستان له لارې د مرکزي آسیا هېوادونو سره وصلول.
لار: کراچي - کوټه - چمن (پیښور کابل) - کندهار - کابل - مزار شریف - ترمز - تاشکند.
د اغیز ساحه: د پاکستان، افغانستان، او مرکزي آسیا هېوادونه.
د پاکستان کراچي بندر په سیمه کې یو مهم سوداګریز مرکز ګڼل کیږي. د دې بندر له لارې د افغانستان او مرکزي آسیا سره د اورګاډي لارې جوړول نه یواځې د سوداګرۍ حجم زیاتوي، بلکې د سیمه ییزو اړیکو په پراخولو کې هم مرسته کوي. د دې پروژې پر مټ به افغانستان او مرکزي آسیا ته د سمندري سوداګرۍ لپاره یو نوی او ارزانه لار ورکړل شي، چې په اقتصادي لحاظ ډېر ګټور دی.
۴. د هند چابهار پروژه
هند د چابهار بندر په ایران کې د افغانستان او مرکزي آسیا سره د خپلې سوداګرۍ لپاره جوړ کړی دی. دا پروژه هند ته دا فرصت ورکوي چې د پاکستان له لارې پرته مرکزي آسیا ته لاسرسی ولري. د چابهار پروژه د هند، ایران او افغانستان تر منځ د درې اړخیزو همکارۍ یوه ښه بیلګه ده. په چابهار کې د هند پانګونه د دې ښکارندویي کوي چې هند غواړي د سیمې په اقتصاد کې مهم رول ولوبوي او د پاکستان د جیوپولیټیکې برترۍ مخنیوی وکړي.
۵. اقتصادي او سیاسي اغیزې
اقتصادي اغیزې:
سوداګریز پرمختګ: د سوداګرۍ په حجم کې زیاتوالی، د توکو انتقال اسانه کیدل.
اقتصادي ودې: د سیمې اقتصادي ودې لپاره مرسته کول.
کارموندنه: د اورګاډي د پروژې جوړول او عملیاتي کول به د زرګونو خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړي.
عاید زیاتول: د سیمه ییزو محصولاتو لپاره نړیوال بازار ته لاسرسی او د عایداتو زیاتوالی.
سیاسي اغیزې:
سیمه ییزې سیالۍ: د هند او پاکستان تر منځ سیالي زیاته شي.
نړیوال ستراتیژیک اهداف: د لویو قدرتونو ستراتیژیک اهداف او ګټې.
افغانستان د سیاست مرکز: د افغانستان جیوپولیټیک اهمیت به زیات شي او د نړیوالو ځواکونو لپاره به مهمه سیمه وګڼل شي.
۶. د پروژې ننګونې
امنیت: په په پاکستان او سیمه کې ناامني به خپل پراخه اغیزه ولري. په سیمه کې د امنیتي وضعیت نه ثبات به د پروژې پر پرمختګ منفي اغیزه ولري.
اقتصادي ننګونې: د بودیجې کموالی او مالي سرچینې. د اورګاډي د پروژې جوړول او عملیاتي کول ډېر لګښتونه لري، چې په سیمه کې د مالي سرچینو کموالی به یې پرمختګ ته خنډ وي.
سیاسي ننګونې: سیمه ییز او نړیوال سیاسي فشارونه. په سیمه کې د مختلفو ګټو او سیاستونو ترمنځ ټکرونه به د پروژې پرمختګ ته ستونزې پیدا کړي.
تخنیکي ستونزې: د اورګاډي د لارې جوړول په تخنیکي لحاظ پېچلې او پرمخ تللي تجربې او ټکنالوژي ته اړتیا لري.
۷. د هند او پاکستان سیالۍ
پاکستان په هیڅ ډول نه غواړي چې د چابهار پروژه بریالۍ شي. پاکستان په آسیاه کې د غربي هېوادو ګټو ته ډېر لیوالتیا لري او غواړي دا کار هم تر سره نشي او په یو ډول د هند د چابهار پلان هم وځنډوي. د هند او پاکستان ترمنځ سیالۍ د سیمې په اقتصاد او سیاست باندې ژورې اغیزې لري. د چابهار پروژه د هند لپاره یو مهم ستراتیژیک ګام دی چې د سیمې په سوداګرۍ کې خپل رول زیات کړي. پاکستان د دې سیالۍ د مخنیوي لپاره هڅه کوي چې د اورګاډي د لارې پروژه ژر تر ژره عملي ډګر ته نږدي کړي خو هیڅ کله به یې پای ته ونرسوي.
۸. نتیجه
که څه هم چې دا پروژه د سیمه ییزې همکارۍ لپاره مهمه ګڼل کیږي، خو د ځینو لویو قدرتونو لپاره د سیاسي او اقتصادي ستراتیژیو برخه هم ګرځیدلی شي. د دې پروژې بریالیتوب به د سیمې د اقتصاد او سیاست په برخه کې د پام وړ بدلونونه راولي. د سیمې هېوادونه باید په ګډه کار وکړي او د متقابلې همکارۍ له لارې د خپلو اقتصادي او سیاسي ګټو ساتنه وکړي مګر یاد هېوادونه د پاکستان په صداقت باندي باورمند ندي ځکه د تاریخ په اوږدو کې پاکستان دوه مخيتوب ښکاره سوی.
دغه لیکنه مې په ډېر کوښښونو سره لنډه کړه صبا شپه یې ویدیو اپلوډوم هغه کې ټول اړخونه مې څیړلي.
مننه
Пікірлер: 36
Pakistan-Afghanistan are brothers ❤
Allah De Loy Afghanistan Jor Ke Kuza Pukhtunkhwa Pekhawar 🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🤲🤲🤲🤲🤲🤲👍🌹🤔❤
مننه ❤❤❤
❤❤❤
❤❤❤❤
👍👍🇦🇫
مننه له ښايسته معلوماتو څخه دي❤❤
❤❤❤❤ډیره مننه ګرانه ورور
ډیره مننه استاده د افغانستان د ابادۍ په هیله❤❤❤❤❤❤❤❤❤❤❤
بالکل
🎉🎉🎉❤❤❤❤❤❤🎉🎉🎉🎉
ګل خبری، نړی مننه له معلوماتو څخه مو.
Excellent nice great beautiful good idea sir
وروره ده ځان په باره کې لږ معلومات ورکړه هند ته چې کوم سره زر قاچاق کيدل ده افغان ډيپلوماټې له طرفه یو تاسو هم پکښې شامل یی 😢😢😢
منننه مشر
خط فرزی دیورند هم باید تو تامنیل بیارید مثل کشمیر که آوردید برای هند
مونژ غوارم سه لکه تاسو خلک چه هندوستان سره لار جور کری چه افغانستان سره کومک وکی چه ده پاکستان لاس له مونژ له سر واخستل شی پاکستان نغوالی چه افغانستان کرار شی
کلیوال ورور پامیر ویډیو لڼک کوم دی
و سل په سله کی هم داغه کیسه ده پاکستان هم داغه لپاره جوړسوی دی چی په اسیا کی تجارت ته خنډ حوړ وی الته به کله هم یو عوامی حکومت نشی را په دی خاطر چی اردو یا پاکستانی فوځ د غرب لاس پوسی دی غربیانو جوړ کړی دی او مخه داغه ده چی دلته خپل هداف په پوره کی او غربیانو دلته مسلط کړی دی
په پاکستان هيس باید باور ونشی دوی دوه مخی دی اوس هم د افغانستان مالونه باندي لوړه تعرفع اخلي او هم د سیاسي فشار د کراچي بندر نه کار اخلي چابهار بهترینه لاره ده او هم فایده يي ډیره ده
@farhadhaiyat5290
Ай бұрын
د پاکیستان جوړیدل د آسیا لپاره د ویرس په شان وو.
@BilalKhan-jm5el
Ай бұрын
@@farhadhaiyat5290 د هزاره ګانو اوذبکانو او د تاجکانو د آمو ديا تهذيب په خاوره د اوغانانو د دپاره اوغانستان جوړولو جواز څه دى
اغوانيان زموږ د خاوري حريم اذلي دښمنان دي موږ بايد د اغوانيانو سره تعصبى چلن وکړو
@hekmat.kaliwal
21 күн бұрын
ته په خپل شناخت کارد کې وګوره چې ستا قوم څه دی
@BilalKhan-jm5el
21 күн бұрын
@@hekmat.kaliwal تاته چا ويلي چى په شناخته کارډ د قوم نامه ليکل کيږي
@BilalKhan-jm5el
20 күн бұрын
@@hekmat.kaliwal لکه څنګه چى تاسى اغوانيان ته په اغوانستان يا په کامپو کي د تمام اقوام غير اوغان مسلمانانو په بابله غلطه مکفوره درکړل شوي هم دغسى تاسى اغوانيا ته په جعلى کتابونو کي د پښتونخوا د پښتنو په بابله هم غلط تاريخ ښودل شوي
🏳️🏳️🏳️🏳️🏳️☝️☝️🫀🫀🫀🫀✅
سلام ع کلیوال صیب دی پاکستان په هکله یو ویدیو یا برنامنه جوړ کړی ایا کوم حالت او جنگ چی په پاکستان که روان ده ایا دی پاکستان دی تجزیه امکانات شته په نژدی راتلونکی او که خیر هیله ده معلومات راکړیی ??
@jamalsaqab6127
Ай бұрын
سلام گران ۔ھندستان.75۔کلو سی دا خوب وینی۔خو مایوس دی۔پاکستان ۔بیی۔افغانستان۔ب دی۔تکسیم وی۔