د لیلة القدر شپه

د لیلة القدر شپه کله ده: دا شپه الله جل شانه د روژي په اخيرو لسو شپو کښي و ټاکل ځکه بنده ګان د روژي و اخير ته ستړي وي او ډيرو عباداتو کمزوري کړي وي نو بنده ګان به ځکه په دا لسو شپو کښي عبادت ډير وکړي تر څو د قدر د شپي له انوارو څخه برخمن سي.
او په دا لسو شپو کښي يې ځکه پر طاق شپه برابره کړه چي (ان الله وتر و يحب الوتر) يعني الله جل شانه طاق دی او طاق خوښوي. يعني د ٢١، ٢٣، ٢٥، ٢٧ او ٢٩ شپي.
داچي په طاقو شپو کښي د کومي شپي احتمال ډير دى په دي هکله رئس المفسرين حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه فرمايي: چي د اوويشتم (٢٧) شپه د قدر شپه ده. ځکه که چيري وکتل سي په سورة القدر کښي د ليلة القدر الفاظ دري واري راغلي دي او الفاظ د ليلة القدر که حساب کړل سي نه (٩) حروف دي، اوس که چيري د الفاظو تعداد د حروفو په تعداد کي ضرب کړو نو به اوويشت (٢٧) سي. يعني (٣×٩=٢٧) نو د اوويشتم شپه د قدر ده او الله جل شانه خپله راوښودل.
د روژي اوويشتم شپه د قدر د شپي زيات احتمال لري او علماء کرام بل دليل دا وړاندي کوي چي د عثمان بن ابى العاص يو مريي ؤ چي د شپي پيره داري به يې کول، ده و خپل بادار عثمان بن ابى العاص ته وويل چي نه پوهيږم په کال کي يو وار د دا درياب تروي او ترخي اوبه د شربتو په شان خوږي سي. عثمان بن ابى العاص ورته وويل: که سږ کال پر پيښ سوي ما هم په خبر که.
يو شپه مريي د اوبو خوند وکتى چي د شربتو په شان خوږي دي نو يې پر بادار هم ږغ وکړى. عثمان بن ابى العاص کيسه کوي چي اوبه تر خپله حده خوږي وي او ما چي حساب و کړى دا شپه د اوويشتم (٢٧) شپه وه.

Пікірлер

    Келесі