د خړو غرونو منځ کې ښکلې او شنه دره صد مرده دا ځلې د مڼې ګل مشاعرې کوربه وه

د خړو غرونو منځ کې ښکلې او شنه دره صد مرده دا ځلې د مڼې ګل مشاعرې کوربه وه
د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ دغه لرې پرته سیمه په تیرو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو د سختو جګړو او نظامي چاپو ځای وو دغه ډاګ چې اوس مهال د مڼې ګل دودیزې دوه ویشتمې کلنۍ مشاعرې لپاره ورته د هیواد د بیلا بیلو ولایتونو مشهور شاعران او ګڼ شمیر د شعر او ادب مینه وال راغلي وو مخکې کلونو کې به د جنګي الوتکو په میدان مشهور وو اوس مهال د امن په فضا کې د خوشحالیو ټغر پکې خپور وو د مینې او ورورولۍ زمزمې پکې وشوې شاعرانو خپل شعرونه او ترنمونه وویل
مڼې ګل دودیزې کلنۍ مشاعرې ته د بیلا بیلو ولایتونو شاعرانو او ادب پالان همدا رنګه د میدان وردګو ولایت د بیلا بیلو سیمه یزو ادارو مسؤلین او ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه راغلي وو د دغه سیمې اوسیدونکي خوښ وو چې هلته دا ډول یو ادبي غونډه جوړیږي او سیمې ته یې د بیلا بیلو ولایتونو خلک ورځي
صد مردې سیمې ته به مخکې کلونو کې ورتګ ناممکن وو خو اوس مهال شپې تر ناوخته هلته خلک ور روان وو او پدغه کلتوري میله کې ګډون کړی وو
د یادونې وړ ده چې مڼې کل دودیزه کلنۍ مشاعره دوه لسیزې وړاندې د میدان وردګو ولایت د چک په ولسوالۍ کې د یو شمیر ادب پالانو او شاعرانو لخوا پیل شوه چې ترې دې مهاله هر کال دغه ادبي غونډې د یاد ولایت په بیلا بیلو سیمو کې جوړیږي چې زرګونه د شعر مینه وال او شاعران پکې ګډون کوي

Пікірлер

    Келесі