Amu 10pm News 21 May 2024 / د ۱۴۰۳ د غبرګولی ۱ - د ۱۰ بجو خبرونه

د ایران د ولسمشر د جنازې د مراسمو پیلېدل؛
تمه ده، چې د ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو جسدونه سبا د ایران د رهبر له خوا د جنازې له لمانځه وروسته خاورو ته وسپارل شي.
//////////
د امریکا د مالیه ورکوونکو ۱۱ میلیونه ډالرد طالبانو په جیبونوکې؛
سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي، د امریکايي مالیه ورکوونکو دغه پیسې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د «طالبانو ادارو» ته ورکړل شوي؛ خو ښځې او نجونې دا د پوښتنې وړګڼي.
//////////
افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وروستي قومندان اعتراف؛
جنرال میلر د کانګرس غړو ته ویلي، چې بایډن ته یې د بشپړوتلو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی وو.
////////////
د طالبانود واکمنۍ ترچترلاندې د ښځوکار؛
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام یوه څېړنه په ډاګه کوي، چې له څلوېښت سلنې زیاتې ښځې چې د طالبانو له بندیزونو وروسته یې شخصي کاروبارونو ته مخه کړې، د پور اخیستلو له ننګونې سره مخ دي.
Amu TV is an independent and impartial multimedia channel owned and operated by journalists, aimed at contributing to credibility, objectivity and creativity of Afghanistan’s journalism.
Follow us on social media or our website:
Website: amu.tv/
Facebook: / amutelevision
Instagram: / amutelevision
Twitter: / amutelevision
#Afghanistan #AmuTV

Пікірлер

    Келесі