Amu 10pm News 20 May 2024 / د ۱۴۰۳ د غويي ۳۱ - د ۱۰ بجو خبرونه

د ایران د ولسمشر چورلکې پرون د ایران په شمال لوېدیځ کې سرحدي سیمو ته له سفر وروسته سقوط وکړ.
په دې پېښه کې د ایران د ولسمشر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون اته کسان مړه شول.
د دغې چورلکې او جسدونو د لټون عملياتو ۱۶ ساعته دوام وکړ.
د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان له مړینې وروسته محمد مخبر ته د ولسمشر او علي باقري ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر دنده وسپارل شوه.
د ایران د اساسي قانون پر بنسټ د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره ټاکنې به د پنځوسو ورځو په اوږدو کې ترسره شي.
په ایران کې د پنځو ورځو لپاره ملي ماتم اعلان شوی او د جنازې مراسم به سبا په تبریز کې ترسره شي.
تر اوسه د چورلکې د غورځېدو اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی، خو دغه پېښه له ګڼو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
...
Amu TV is an independent and impartial multimedia channel owned and operated by journalists, aimed at contributing to credibility, objectivity and creativity of Afghanistan’s journalism.
Follow us on social media or our website:
Website: amu.tv/
Facebook: / amutelevision
Instagram: / amutelevision
Twitter: / amutelevision
#Afghanistan #AmuTV

Пікірлер

    Келесі